چهارشنبه, ۲۸ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۸م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د پانګوالۍ او نژادي تبعیض ترمنځ اړیکه
بسم الله الرحمن الرحيم
د پانګوالۍ او نژادي تبعیض ترمنځ اړیکه

خبر:

 په امریکا کې د سپین پوستي پولیس افسر په لاس د تورپوستي افریقايي الاصله- امریکايي، جورج فلوېډ د وحشیانه وژنې او سیستماتیک نژادي تبعیض پر وړاندي لاریونونه روان دي. په برېټانیا کې د لاریونو تر څنګ، د دې هېواد په تاریخ کې د غلامانو پېر وپلورونکو او د تاریخ په اوږدو کې د تېرو شویو استعماري څېرو مجسمو ته د خلکو پام اوښتی، دغو څېرو په ګڼو هغو دولتونو کې د تورپوستو غلامانو د استثمار او نژادي تبیعض په وده کې د پام وړ رول لوبولی، چې یو وخت د لوېدیځ امپریالېزم تر حاکمیت لاندې وې. لاریون کوونکو د جون په اوومه د یکشنبې په ورځ، د نژادي تبعیض پر وړاندې د انګلستان په بریسټول ښار کې د ایډوارډ کالسټن مجسمه را وغورځوله. نوموړی په برېټانیا کې د غلامانو سوداګر و، چې د ۱۷مې پېړۍ په پای کې کارابین او د امریکا نورو برخو ته د نږدې ۸۵ زرو افریقايي اسیرانو د لېږد مسوول و . دغه راز لاریون کوونکو د اکسفورډ پوهنتون په انګړ د امپریالېست سیسل روډز (Cecil Rhodes) د مجسمې له منځه وړلو غوښتنه هم کوله، نوموړی په جنوبي افریقا کې د ۱۹مې پېړۍ سوداګر او سیاستوال و، چي ډېری ورته د سپین پوستو پلوی، برتانیوي استعمارګر او د تعصب د سېمبول په سترګه ګوري. لاریون کوونکو د برېټانیا پخواني لومړي وزیر وینسټون چرچیل پر مجسمه د «یو نژاد پرست و» الفاظ ولیکل، چې لامل یې د نوموړي استعماري او تعصبي ویناګانې او کړنې وې.

تبصره:

له شک پرته چې دا تاریخي څېرې، د برېټانیې د نژادپالنې او استعمار د تورې دورې د تاریخ نښې دي. خو بیا هم پانګوال نظام د دا ډول اشخاصو پر مټ مخته ځي او دا ډول فاسدې کړنې پکې ترسره کېږي. دغه راز دې ته یې لاره هواره کړې، چې له تورپوستو او نورو لږکیو سره نژادي تبعیض تر سره او استثمار شي. په حقیقت کې د تورپوستو د غلامۍ په اړه ډېر اکاډمیک اسناد، دا په ډاګه کوي چې د سپین پوستو برترۍ او د غلامۍ په مټ مفتو مزدورانو د امریکايي پانګوال نظام ‎«اقتصادي ماشین» پر حرکت راوستلی و. په حقیقت کې د امریکا او برېټانیې اقتصادي وده او پرمختګ تر ډېره پر تورپوستو غلامانو ولاړ و او په خپلو خاورو او نورو دولتونو کې یې د نژادي تبعیض او د نژادي بېلتون پالیسیو پلي کولو ته ترغیب کاوه. د دواړو هېوادونو سیاسي او تجارتي اشرافو د اطلس اقیانوس دواړو لورو ته د غلامانو د تجارت له کبله زیاتې شتمنۍ ترلاسه کړې. د توماس جیفرسن په شمول د امریکا بنسټ ایښودونکو، چا چې د امریکا د ازادۍ اعلامیه لیکلې وه او بیا د دې هېواد د اساسي قانون د بنسټ په توګه ومنل شوه – دوی ټولو د غلامانو د تجارت له کبله ډېر مالونه تر لاسه کړي دي. دوی ځکه د یاد قانون د له منځه وړلو مخالفت کاوه چې د ځمکو سپین پوستو خاوندانو او نورو تجارانو ته یې اقتصادي ګټه رسېدله. کومو غلامانو چې د وړیا مزدورانو په توګه په امریکايي مزرعو کې کار کاوه، په برتانیه کې یې د مانچیسټر او برمینګهم نساجي کارخونو ته پنبه برابروله، تر څو نوې برېټانوي کارګره طبقه ټوکر ترې جوړ کړي. والټر جانسن، د هارورډ امریکايي پوهنتون د تاریخ استاد او د غلامۍ د تاریخ مخکښ لیکوال په ۲۰۱۸م کال کې لیکلي: «پانګوالي او غلامي یو د بل لپاره لازم او ملزوم وو، د مانچیسټر تاریخ د میسيسيپي له تاریخ سره نېغه اړیکه لري» ځکه خو د غلامانو کرنیزو ځمکو په ملي او نړیوال اقتصاد کې حیاتي رول درلود. د برېټانیې صنعت او سوداګري د اطلس اقیانوس دواړو لورو ته د برېټانیې، افریقا او امریکا تر منځ د غلامانو په سوداګرۍ سره وغوړېد. بي بي سي لیکي: «د ځینو تولیداتو لکه تنباکو، بورې او پنبې پروسیس او وېش د دې لامل شول چې د برېټانيې په لنګرځایونو، ګدامونو، فابریکو، تجارتي مرکزونو او بانکونو کې په پراخه کچه پانګونه وشي. د دې ګټو له کبله په ښار او اطراف کې سوداګرو مجلل کورونه او ماڼۍ جوړې کړې. د برېټانیې ښارونو لکه: لندن، بریسټول ګلاسګو او لیورپول وده وکړه او د غلامۍ لپاره مستعمرو نور هم اهمیت پیداکړ. له همدې امله خو نورو ښارګوټو او بندرونو هم هڅه کوله تر څو له دې ګټور تجارت څخه ګټه تر لاسه کړي.»

د مالي چارو ځیني امریکايي کارپوهان او ژورنالیستان په ډاګه وایي چې د نژاد پر بنسټ غلامۍ او مالي کپیټلېزم د پرمختګ تر منځ اړیکې وې. د بېلګې په ډول نیکول هنا جونز امریکایي څېړنیز لیکوال او ژورنالېست چې د مدني حقونو په اړه لیکنې کوي لیکي: «هغه ګټې چې د برمته شویو تورپوستو مزدورانو څخه لاسته راغلي، د امریکا له ځوان ملت سره یې مرسته وکړه، تر څو د جګړې پورونه ادا کړي او زموږ ډېرو ارزښتمنو پوهنتونونو ته یې مالي ملاتړ برابر کړی. دا د غلامانو د وجود او د دوی د مزدورۍ پر مټ د تولیداتو بې رحمه سوداګري او مالي ګټې وې چې د والسټریټ څخه یې د بانکولۍ، بیمې او سوداګرۍ یو غوړېدونکی سکټور جوړ کړ او د نیویارک ښار یې په نړیوال مالي مرکز بدل کړ.»

ان کله چې په ۱۸۶۵م کې غلامي په پوره توګه په امریکا کې پای ته ورسېده، ځینې نور قوانین لکه «د تور پوستو قانون» او «جیم کرو قوانین» وضع شول، تر څو په اقتصادي لحاظ په امریکا کې له تورپوستو څخه ګټه واخیستل شي. دا قوانین د دې لپاره وو، چې په هېواد کې د ارزانه تورپوستو کارګرو شتون یقیني کړي او په اقتصاد کې تورپوستو ته د پښو ایښودلو ځای پیدا نه شي، تر څو شتمني یوازې د سپین پوستو اشرافو تر منځ پاته شي.

د بېلګې په ډول: د تور پوستو د قانون له مخې دا وضع شوي وو، چې په بېلابېلو ایالتونو کې تور پوستان کوم ځای، کوم وخت، څه ډول او د څومره مبلغ په بدل کې کار کولی شي. جنوبي کارولینا داسې یو قانون وضع کړ چې تورپوستي  له مزدورۍ او بزګرۍ پرته بله هېڅ دنده نه شي تر سره کولی، که نور کارونه کوي باید له ۱۰ څخه تر ۱۰۰ ډالرو پورې کلنۍ مالیه ورکړي. نورو ایالتونو د تورپوستو لپاره د ملکیت لاس ته راوړل محدود کړی وه. دغو قوانینو نژادي تبعیض د امریکایي پانګوال نظام په ریښه بدل کړ او د تورپوستانو اقتصادي او ټولینزه انزوا یې د دې هېواد د سپین پوستو اشرافو لپاره په مالي امکاناتو بدله شوه.... چې تر نن ورځې هم همدا واقعیت شته. له همدې امله خو، د غلامۍ ډېری ماهرین وایي چې یو ظالم نظام د غلامۍ ځایناستی شو چې په نوې بڼه ظلم کوي. په نیویارکر مجله کې د ژورنالېست نیکولاس لیمان یو مطلب د روان کال په می میاشت کې نشر شو چې لیکلي: «غلامي یو ځل د امریکايي پانګوالۍ بنسټ و، د دې هېواد له وروستني تاریخ څخه څرګندېږي چې اوس هم د دې نظام دغه بنسټیز محرک چې غلامي ده جریان لري». دی لیکي چې د وخت په تېرېدو سره یوازې په امریکا کې د نژداي طبقه بندۍ او اقتصادي استثمار بڼې تغیر کړی دی.

ځکه خو د پانګوالۍ او نژادي تبعیض ترمنځ اړیکه په فاحش ډول څرګنده ده، له دې څخه دا جوتېږي چې پانګوال نظام هېڅکله ټولو خلکو ته د خدمت تکل نه لري. د دې نظام طبیعت او تمرکز پر دې دی چې د محدودو کسانو په لاسونو کې به وي او دوی به په امریکا او نورو دولتونو کې پر تورپوستو او نورو اقلیتونو ظلم کوي او د ټولنیزو او اقتصادي ګټو څخه د دې ډلو محرومیت د دې نظام یو میراث دی. برعکس، اسلامي نظام یعنې د نبوت پر منهج خلافت د ټولو مخلوقانو لپاره جوړ شوی چې تور او سپین، مسلمان او کافر، نارینه او ښځې ته پرته له کوم توپیر څخه کار وکړي، ځکه دا نظام د ټول بشر د خالق، الله سبحانه وتعالی له لوري رالېږل شوی. دا حقیقت چې د اسلام په ۱۴۰۰کلن حاکمیت کې مختلف نژادونه، ملیتونه او دینونه په مساوي ډول د قانون له مخې له امنیت او نېکمرغۍ څخه برخمن وو؛ د همدې نظام د بریالیتوب لپاره کافي دلیل دی.

د حزب التحریر  مرکزي مطبوعاتي دفتر ته

لیکواله: د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر د ښځو برخې مسووله

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې